مقامی ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

د شهیدانو د تلین مراسم به د اکتوبر په ۷مه او ۱۱مه ترسره شي، پښتونخوا نېپ

کوټه (پ ر) پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د مرکزي سیکرټریټ په بیان کې ویلي چې د ۱۹۸۳ کال د اکتوبر د ۷مې د جمهوریت د شهیدانو اسلم اولس یار، کاکا محمود، داوود او رمضان د ۴۳م تلین او د ۱۹۹۱ کال د اکتوبر د ۱۱مې د وطن د شهیدانو عبدالرحیم کلیوال، صابر شاه، صاحب خان، باز محمد باز او حبیب الرحمن د ۳۵م تلین مراسم به په ټول هېواد، پښتونخوا وطن او بېلابېلو ضلعو کې ترسره شي. د بیان له مخې په کوټه کې به د پښتونخوا نېپ نوې کلي په کوربه‌توب د «د اکتوبر د ۷مې او ۱۱مې شهیدانو په یاد باوقاره سیمه‌ییز کنفرانس» تر عنوان لاندې مرکزي تعزیتی غونډه ترسره شي او په نورو ضلعو کې به هم غونډې او نور مراسم جوړېږي. ګوند ویلي چې دغو شهیدانو د جمهوریت، د اساسي قانون د بالادستۍ، ملي حقونو او د ولس د واک لپاره خپلې قربانۍ ورکړې دي او په مراسمو کې به د هغوی قربانیو او ملي خدمتونو ته درناوی وشي. د ګوند مرکزي سیکرټریټ خپلو ضلعي، سیمه‌ییزو او یونټي تنظیمونو ته لارښوونه کړې چې د شهیدانو د تلین مراسم په منظم ډول ترسره کړي او ولس د هغوی له مبارزې او قربانیو خبر کړي. په لورالایي کې به هم د اکتوبر په ۷مه د شهیدانو د تلین مراسم ترسره شي.