کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د ټولنیزې هوساینې عمومي مشر میر سیف الله خان کھیتران ویلي چې ځانګړي ماشومان د ټولنې بار نه، بلکې بااستعداده او د درناوي وړ برخه دي او باید یوازې خواخوږي ورسره ونه شي، بلکې د تعلیم، روزنې، ورزش او عملي ژوند په برخو کې ورته برابر فرصتونه برابر شي. نوموړي د ډیف ریچ ښوونځي کوټې د لیدنې پر مهال د ځانګړو ماشومانو د لوبډلو له غړو سره په کتنه کې بریالیو لوبغاړو ته مډالونه، شیلډونه او جامونه ورکړل. هغه وویل، ورزش د ځانګړو ماشومانو پر ځان باور، نظم، ګډ کار او مشرتابه وړتیاوو د پیاوړتیا مهمه وسیله ده او د ټولنیزې هوساینې اداره به د ځانګړو کسانو د حقونو، بیا رغونې، هوساینې او ټولنیزې ونډې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
