کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د کلتور، سیاحت او ارشیف ادارې له خوا د علامه اقبال صوبايي ادبي جایزو د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو پروقار مراسم د اسپني روډ په نور نصیر خان کلتوري کمپلکس کې ترسره شول چې د بلوچستان ګڼو نوموتو لیکوالانو، شاعرانو، څېړونکو، پوهانو، هنرمندانو، دولتي چارواکو او د ادب مینه والو پکې ګډون کړی و. په مراسمو کې د تعلیم صوبايي وزیرې راحیلې حمید دراني د مېلمهخصوصي په توګه ګډون وکړ او د بلوچستان د ادبي او کلتوري میراث د ودې، د سیمهییزو ژبو د ساتنې او د لیکوالانو او شاعرانو د خدمتونو د ستاینې پر اهمیت خبرې وشوې. صوبايي وزیرې وویل چې ادب د ټولنې په فکري، کلتوري او اخلاقي جوړښت کې مهم رول لري او بلوچستان د بېلابېلو ژبو، کلتورونو او ادبي دودونو کور دی. هغې وویل چې حکومت به د اهل قلم د هڅونې او ځوان نسل د مطالعې، څېړنې او تخلیقي فعالیتونو پر لور د هڅولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. په مراسمو کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لپاره په بلوڅي، براهوۍ، پښتو، اردو او فارسي ادب کې د شاعرۍ، نثر او څېړنې په برخو کې غوره شوو لیکوالانو او څېړونکو ته جایزې او اعزازونه ورکړل شول. ویناوالو وویل چې د بلوچستان ژبنی او کلتوري تنوع د صوبې مهم میراث دی او د سیمهییزو ژبو د ادب، څېړنې او تخلیقي خدمتونو دولتي ستاینه د دې میراث په ساتنه کې مهمه ونډه لري. په مراسمو کې د بلوچستان د ګورنر شیخ جعفر خان مندوخېل، چیف سیکرټري شکیل قادر خان، د کلتور، سیاحت او ارشیف سیکرټري حامدالله خان ناصر او د قانون، کلتور او سیاحت پارلماني سیکرټري نوابزاده میر محمد زرین خان مګسي له لوري د بلوچستان د ادب، کلتور، سیمهییزو ژبو او اهل قلم د ملاتړ او هڅونې عزم هم څرګند شو.
