مقامی ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د چاپېریال ساتنې او د ککړتیا د مخنیوي لپاره به ټولې سرچینې وکارول شي، نور محمد پرکاني

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د چاپېریال سیکرټري نور محمد پرکاني ویلي چې په صوبه کې د چاپېریال ساتنې او د ککړتیا د مخنیوي لپاره به ټولې شته سرچینې وکارول شي او د اقلیمي بدلون له ننګونې سره د مقابلې لپاره حکومتي ادارې، مدني ټولنه او خبریالان باید ګډ رول ولوبوي. نوموړي د بلوچستان فورم آف انوائرنمنټل جرنلسټس له پلاوي سره په لیدنه کې وویل چې بلوچستان هم د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ دی او د دې ستونزې د حل لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده. هغه د ونو کرلو، د بوټو او ونو د ساتنې او د چاپېریال په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله، په داسې حال کې چې پلاوي د چاپېریال ساتنې او عامه پوهاوي لپاره له چاپېریال ادارې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.