ریاض(ویب نیوز) د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان ویلي چې د مکې ګډ دفاعي تړون به په سیمه کې د امنیت او ثبات په پیاوړتیا، د کړکېچونو له اغېزو څخه د سیمې په ساتنه او د غړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ په پراختیا کې رول ولوبوي. نوموړي د شوریٰ شورا د کلنۍ غونډې په وینا کې وویل چې سعودي عربستان له خلیجي هېوادونو سره د ستراتیژیکې او اقتصادي همکارۍ د لا پیاوړتیا غوښتونکی دی او پر خلیجي هېوادونو وروستیو بریدونو څرګنده کړې چې د سیمې امنیت او ثبات له یو بل سره تړلي دي. محمد بن سلمان وویل چې سعودي عربستان به د یمن له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د حوثیانو له خوا د سیمې د بې ثباته کولو او د نړیوالو سمندري لارو د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره د کارولو مخالفت یې څرګند کړ. هغه زیاته کړه چې ریاض د کړکېچ کمولو او دیپلوماتیک حل لپاره هڅې روانې ساتي او د فلسطیني ولس د حقونو او د خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ به هم دوام ولري. د مکې ګډ دفاعي تړون د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی و او د درې واړو هېوادونو پوځي مشرانو هم د دفاعي او استخباراتي همکارۍ د پراختیا پر سر خبرې کړې دي.
