کوټه(ویب نیوز) د اهل سنت والجماعت له مشر ذوالفقار علي طارقي قادري سره د تحریک لبیک اسلام بلوچستان ناظم اعلیٰ علامه عبدالقدوس حبیبي لیدنه وکړه چې پر مهال یې د مستونګ د پېښې د حقایقو د څرګندولو غوښتنه وشوه. ذوالفقار طارقي وویل چې د سپټمبر د ۲۹مې د مستونګ پېښې ترڅنګ د مریدکې او نشتر پارک د پېښو زخمونه لا هم تازه دي او په دغو پېښو کې د وژل شویو کسانو قربانۍ نه شي هېرېدای. نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د مستونګ د پېښې حقایق دې خلکو او علماوو ته څرګند کړي او سوله ییزو اهل سنتو ته دې امنیت برابر کړي. هغه وویل چې د نظر اختلاف د هر انسان بنسټیز حق دی او تنظيمي اختلافات باید د اصلاح او ښه والي لپاره وکارول شي.
