کوټه(ویب نیوز) د موسمي بدلون او چاپېریال صوبايي مشاور نسیم الرحمان خان ملاخېل سره بېلابېلو پلاوو د هغه په دفتر کې لیدنه وکړه او د خپلو سیمو ستونزې یې ورسره شریکې کړې. پلاوو د موسمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د صوبايي حکومت اقدامات وستایل. نسیم الرحمان ملاخېل وویل چې صوبايي حکومت د پرمختګ او ولسي هوساینې ترڅنګ د چاپېریال ساتنه هم د خپلو پالیسیو مهمه برخه ګرځولې ده. د تعلیم، روغتیا، روزګار، پاکو اوبو او بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا ترڅنګ د چاپېریال ساتنې، ونو کرلو، د ککړتیا کمولو او د طبیعي سرچینو د اغېزمن استعمال لپاره هم اقدامات روان دي. هغه وویل چې د حکومت موخه خلکو ته پاک، شین او خوندي چاپېریال برابرول دي او د چاپېریال د ښه والي لپاره د ولس ګډون اړین دی.
