کوټه(ویب نیوز) مشر خبریال او شنونکی عبدالستار کاکړ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. نوموړی د امریکا غږ راډیو د خبریال، د اې ار وای نیوز د بیورو چیف او له بېلابېلو ورځپاڼو او خبري ادارو سره د کار سابقه لرله. د امریکا غږ په رسمي ریکارډ کې هم نوموړی له کوټې څخه د اردو ویب خبریال په توګه ثبت شوی دی. د هغه د فاتحې مراسم به د کوټې په سمنګلي روډ، لهړي ګېټ، ایشین ولاز کې په جامع مسجد طیبه کې ترسره کېږي. وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي هم د نوموړي پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه ژورنالیستیکې خدمتونه یې ستایلي دي. د عوامي نیشنل ګوند پارلماني مشر انجینر زرک خان اڅکزي هم د عبدالستار کاکړ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې تکړه، اصولي او مسؤل خبریال بللی دی.
