مقامی ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

ترهګري که د هر فرد یا ډلې له لوري وي، د غندنې وړ ده، عبیدالله عابد

پښین(ویب نیوز) د عوامي نیشنل ګوند مرکزي اضافي عمومي منشي عبیدالله عابد ویلي چې ترهګري که د هر فرد، قبیلې، ډلې، فرقې یا حکومت له لوري وي، د غندنې وړ ده او د ولس د سر او مال ساتنه د دولت اساسي دنده ده. نوموړي په پښین کې د باچا خان مرکز د ضلعي مجلس عاملې په غونډه کې په برشور کې د باچا خان ښوونځي د ودانۍ د ورانولو غندنه وکړه او د مسؤلو کسانو د ژر تر ژره نیولو او د قانون له مخې د سزا غوښتنه یې وکړه. هغه وویل چې د ښوونیزو ادارو او عامه شتمنیو ساتنه باید یقیني شي. عبیدالله عابد زیاته کړه چې د اکتوبر په ۲مه په حرمزۍ تحصیل کې کېدونکی د کارکوونکو کنونشن د تنظیمي پیاوړتیا لپاره مهم دی او له ټولو کارکوونکو یې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.