تازه خبرونه ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

په مدینه منوره کې د برېښنا پر مرکز ډرون برید، یو ټرانسفارمر بند شو

ریاض(ویب نیوز) د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ادعا کړې چې حوثیانو د سپټمبر په ۲۹مه په مدینه منوره کې د طیبې د برېښنا د وېش پر مرکز ډرون برید کړی، چې له امله یې یو ټرانسفارمر بند شوی، خو د برېښنا عمومي شبکه نه ده اغېزمنه شوې. د ائتلافي ځواکونو ویاند تورن جنرال ترکي المالکي ویلي چې د اړوندو ادارو له څېړنو او د ډرون د پاتې شونو له ارزونې وروسته په برید کې د حوثیانو لاس لرل تایید شوي دي. د هغه په وینا، یاد مرکز مسجد نبوي ﷺ ته د برېښنا رسوونکو تاسیساتو له ډلې دی.