کوټه (ویب نیوز) اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګژوبله خواشیني څرګنده کړې او له پاکستان او افغانستان څخه یې د زغم غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د ویاند په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت لږ تر لږه د ۱۰ ملکي وګړو وژل کېدل او د ۹ نورو ټپي کېدل تایید کړي چې ډېری یې ماشومان دي. اروپايي ټولنې له ټولو لورو غوښتي چې نړیوال قانون، په ځانګړي ډول نړیوال بشردوستانه قانون، رعایت کړي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ساتنه وکړي او د ملکي وګړو د زیان د مخنیوي لپاره ټول ممکن احتیاطي اقدامات ترسره کړي؛ همداراز یې له افغان چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې له فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو پر وړاندې اغېزمن اقدامات وکړي.
