کابل (ویب نیوز): د افغانستان د ټولګټو وزارت وایي، د وږي میاشتې پر مهال د هېواد د رېلپټلیو له لارې ټولټال ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي. د وزارت ویاند محمداشرف حقشناس ویلي، له دې ډلې ۵۲۵ زره او ۶۶۸ ټنه توکي د حیرتان بندر، ۶۴ زره او ۵۵۵ ټنه د اقینې بندر، ۵۸ زره او ۹۲۴ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۴۱ زره او ۵۹۴ ټنه د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي. د نوموړي په وینا، په همدې موده کې د افغانستان د رېلپټلیو له لارې ۳ زره او ۷۴۴ ټنه ګاز لرونکي مشروبات، ممیز او معدني ډبرې هم صادرې شوې دي. هغه زیاته کړې چې د رېلپټلیو له لارې د انتقالاتو زیاتوالی کولی شي د کاري فرصتونو او ملي عوایدو د زیاتېدو زمینه برابره او د هېواد له اقتصادي ودې او ځانبسیاینې سره مرسته وکړي. د ټولګټو وزارت وایي، د سوداګرو لپاره د انتقالاتو د اسانتیا او مناسبو شرایطو د برابرولو هڅې روانې دي.
