کابل(ویب نیوز) د بدخشان له واخان څخه د چین تر صفري نقطې پورې ۱۲۱ کیلومتره اوږد سړک بشپړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سړک په دوو پړاوونو کې جوړ شوی چې ټول لګښت یې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ دی. د پرانیستلو په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د هېواد د بیارغونې او پراختیا د بهیر پر دوام، د امنیت پر لا ټینګښت او له رامنځته شوو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د نظام پر وړاندې به له هر ډول «بغاوت» سره جدي چلند وشي. د بدخشان والي ملا رحمتالله نجیب په دغه ولایت کې د ناامنۍ په اړه ځینې راپورونه رد کړل او ناسم تبلیغات یې وبلل، نوموړي وویل چې په ټول ولایت کې امنیت ټینګ دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وویل چې د واخان د اوسېدونکو ۱۰ اساسي ستونزې د اسلامي امارت له مشر سره شریکې شوې وې چې د مخابراتو، تذکرو، روغتیايي خدمتونو، ښوونځیو او سړکونو په برخو کې ورته د حل لپاره اقدامات شوي دي. چارواکي وايي، د واخان د دغه مهم سړک له بشپړېدو سره به د سیمې تګ راتګ اسانه، د اوسېدونکو ستونزې کمې او سیمهییز اقتصاد پیاوړی شي.
