قشم(ویب نیوز) د ایران د قشم ټاپو ته څېرمه په سمندر کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي چې له امله یې په سیمه کې روانه ترینګلتیا لا زیاته شوې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د چاودنو غږونه د قشم ټاپو ته څېرمه له سمندر څخه اورېدل شوي، خو تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې د چاودنو نوعیت څه و او که له کوم برید سره تړاو لري. د منځني ختیځ په سمندري او هوايي حریم کې د روانې ترینګلتیا له امله دې پېښې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
