واشنګټن(ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران په اړه د پرېکړې کولو په حال کې دي او دا مسئله به که اسانه وي او که سخته، په هر ډول حل کړي. نوموړي په یوه بیان کې ادعا کړې چې ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له پلان څخه تر ډېره شاته شوی او امریکا د تېلو د بیو په کمولو کې بریالۍ شوې ده، په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیې هم راټیټېږي. بلخوا رویټرز راپور ورکړی چې که د امریکا بریدونه بیا پیل شي، ایران د لا سخت غبرګون لپاره چمتووالی نیسي. ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې که امریکا پراخ بریدونه وکړي، د ایران ځواب به تر مخکې ډېر سخت وي او هغه هېوادونه چې د امریکا د پوځي اقداماتو ملاتړ کوي، د احتمالي هدفونو په توګه به په پام کې ونیول شي. د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ ویلي چې ایران ته لا هم فرصت شته چې خپل اټومي پروګرام په خپله خوښه پرېږدي، که دا کار ونه کړي، ښايي په دې برخه کې پرې فشار راوستل شي، او ایران ته د مذاکراتو له لارې د مسئلې د حل لپاره ټول فرصتونه ورکړل شوي دي.
