یمن (ویب نیوز) د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوې او د سعودي عربستان په ملاتړ د حکومت مشر رشاد العلیمي اعلان کړی چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو او په ټول هېواد کې د دولت د واک د ټینګولو لپاره لوی پوځي عملیات پیل شوي دي. د یمن پوځ ادعا کړې چې د حوثیانو پر ضد یې په بېلابېلو جبهو کې سلګونه عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې جنګي الوتکې، بې پیلوټه الوتکې، توپخانه، توغندي او راکټ لانچرونه کارول شوي او لږ تر لږه ۷۰۰ حوثي وسله وال وژل شوي او لسګونه پوځي وسایط او پوځي تاسیسات له منځه وړل شوي دي. رشاد العلیمي ویلي چې عملیات به تر هغه وخته دوام ولري چې د هېواد ټولې سیمې د حوثیانو له کنټرول څخه ازادې شي. بلخوا رویټرز راپور ورکړی چې د حکومتي ځواکونو له ځوابي عملیاتو سره سره حوثیان د تعز ښار ته څېرمه په مهمو غرنیو سیمو کې د پرمختګ هڅه کوي او د تعز او عدن ترمنځ د مهمې ځمکنۍ لارې پر لور روان دي، چې له امله یې د تعز ښار د محاصرې اندېښنه زیاته شوې ده. سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د یمن په کورنۍ جګړه کې د نړیوالې ټولنې له خوا د منل شوي حکومت په ملاتړ مداخله کړې وه، خو د ۲۰۲۲ کال له اوربند وروسته په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی. د نویو پوځي عملیاتو له اعلان سره په یمن کې د پراخې جګړې اندېښنې هم زیاتې شوې دي، په داسې حال کې چې لا دمخه ګڼ خلک بېځایه شوي او میلیونونه کسان د لومړنیو اړتیاوو او بشري مرستو له کمښت سره مخ دي.
