تازه خبرونه ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

متقي: پاکستان پوځي چلند غوره کړی، افغانستان د هر ډول تېري پر وړاندې د دفاع حق لري

کابل (وېب نیوز) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ د اتمې غونډې پر مهال وویل چې کابل غواړي له پاکستان سره امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، خو د نوموړي په وینا اسلام‌اباد پوځي چلند غوره کړی او افغانستان د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل مسلم حق ګڼي. متقي پر پاکستان د افغانستان د حاکمیت پر ضد د پوځي بریدونو تور ولګاوه او ویې ویل چې په وروستیو ورځو کې په کونړ، هلمند او پکتیکا کې بمباریو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې، او ادعا یې وکړه چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د وسله‌والو په راټولولو سره په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو هڅې کېږي. هغه وویل چې په افغانستان کې د جګړې دوره پای ته رسېدلې، امنیت ټینګ شوی او هېواد د اقتصادي بیا رغونې، سوداګرۍ، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال پر لور روان دی. متقي زیاته کړه چې افغانستان د داعش او نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو پراختیا غواړي. هغه ټاپي، ټاپ، کاسا ۱۰۰۰ او ټرانس افغان رېل پټلۍ مهمې سیمه‌ییزې پروژې وبللې او ویې ویل چې کابل خپله بهرنۍ تګلاره د متوازن تعامل، متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ مخته وړي.