هاګ (ویب نیوز) نړیوالې جزايي محکمې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني په ګډون د څلورو کسانو د نیولو حکمونه د عامو خلکو لپاره د خپرېدو امر کړی دی. د محکمې له مخې، د حبیب الله آغا او ندا محمد ندیم په اړه د نیولو حکمونه هم علني شوي دي. محکمې ویلي چې د دغو څلورو کسانو د بشریت ضد جرمونو، په ځانګړي ډول د ځورونې او تعقیب د امر کولو، هڅولو یا پارولو په اړه د دوی د جزايي مسؤلیت لپاره معقول بنسټونه موجود دي. نړیوالې جزايي محکمې ویلي چې پر طالب مشرانو د جنسیتي او سیاسي دلایلو پر بنسټ د ځورونې او تعقیب تورونه دي او داسې شواهد شته چې ښځې او نجونې له زده کړو، تګ راتګ، د نظر له څرګندولو او کورني ژوند په ګډون له بنسټیزو حقونو او آزادیو څخه په منظم ډول محرومې شوې دي. د محکمې په وینا، د نیولو حکمونو علني کول د نورو جرمونو د مخنیوي او د نړیوالې همکارۍ د زیاتولو لپاره ترسره شوي دي.
