دنیا ۱۹ مئی ۲۰۲۶

د هند د درمل جوړونکو کمپنیو په اړه د نړۍ په کچه د خطرناکو درملو د خپرېدو ادعاوې

نیو ډیلي (ورځپاڼه نوی ژوند)د راپورونو له مخې هندي درمل جوړونکي شرکتونه په نړۍ کې د خطرناکو او نشه‌يي درملو د خپرېدو سبب ګرځېدلي او د خلکو د ذهني او جسمي زیان لامل بلل کېږي. نړیوالې مجلې “فارمیسي بزنس” په خپل راپور کې ادعا کړې چې ځینې هندي درمل جوړونکي کمپنۍ په افریقا کې د مصنوعي اوپیویډ درملو د بحران د زیاتېدو سبب ګرځي، او په امریکا کې هم د دې ډول درملو د استعمال له امله د لویو زیانونو او مرګونو راپورونه ورکړل شوي دي. راپور کې ویل شوي چې له هند څخه هره میاشت د میلیونونو ډالرو په ارزښت مشکوک اوپیویډ درمل نایجیریا، سیرا لیون او ګانا ته استول کېږي چې هلته د نشه‌يي موادو ستونزه لا پسې جدي کوي. همدارنګه په ځینو افریقایي هېوادونو کې د خطرناکو درملو له امله د تلفاتو راپورونه هم ورکړل شوي او ویل شوي چې دا مواد د جرمونو په شبکه کې هم کارول کېږي. د راپور له مخې د ځینو هندي درملو د استعمال له امله په بېلابېلو هېوادونو کې د ماشومانو د مړینو پېښې هم ثبت شوي، او د ځینو ماهرینو په وینا دا وضعیت د نړیوالو سختو اقداماتو غوښتنه کوي.