کابل (ویب نیوز) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي تفاهم ترڅنګ په اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او انرژۍ برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. متقي وویل چې موجود سیاسي تفاهم باید پر عملي اقتصادي شراکت بدل شي او د سوداګرۍ، سیمهییز اتصال، روسي پانګونې، انرژۍ، کانونو او بانکي او تادیاتو برخو کې باید اسانتیاوې رامنځته شي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د عملي اقتصادي همکاریو لپاره د مناسبو شرایطو د برابرېدو یادونه وکړه او په ټرانزیټ، ترانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې یې له افغانستان سره د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړ.
