واشنګټن (ورځپاڼه نوی ژوند)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر امریکایي رسنیو سختې نیوکې کړې او هغوی یې “فیک نیوز میډیا” بللې ده. هغه په خپل بیان کې ویلي چې که ایران وسله پر ځمکه کېږدي او ماتې هم ومني، بیا به هم امریکایي رسنۍ حقیقت ونه مني او داسې سرلیکونه به ورکړي چې پکې ایران بریالی ښکاره کړي. ټرمپ زیاته کړه چې د اپوزېشن ګوند ډیموکریټس او رسنیو خپل باور له لاسه ورکړی او اوس یې سخت افراطي رویه غوره کړې ده.
