تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

په رخصتیو کې د فیس اخیستلو لپاره پر خصوصي ښوونځیو هیڅ قانوني بندیز نشته، دوی کولی شي د رخصتیو فیس واخلي: د بلوچستان د پوهنې سکرټر لعل جان جعفر

کوټه (سید سردار محمد خوندئ) د بلوچستان د خصوصي ښوونځیو اتحادیو د اتحاد استازي پلاوي نن د اکتوبر په ۱۵مه د بلوچستان د پوهنې له سکرټر لعل جان جعفر سره مهمه لیدنه وکړه، چې پکې د خصوصي تعلیمي ادارو له ستونزو او فیسونو سره تړلو چارو په اړه مفصل خبرې اترې وشوې.
پلاوي د پوهنې سکرټر ته وویل چې د ډي سي ویسټ کوټې له لوري په خلې کچهرۍ کې د خصوصي ښوونځیو د دوه چنده فیس اخیستلو د مخنیوي له اعلان وروسته په خصوصي تعلیمي ادارو کې سخته اندیښنه خپره شوې ده. پلاوي د دې پرېکړې په رڼا کې د خصوصي ادارو دریځ، اداري ستونزې او ورپیښې ننګونې په تفصیل سره وړاندې کړې.
په دې موقع د پوهنې سکرټر لعل جان جعفر د پلاوي دریځ په ډیر غور او خواخوږۍ سره واورید. هغه پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د دې مسلې د حل لپاره رسمي ټیم جوړ شوی او له ډي سي ایسټ کوټې سره په تفصیلي ناسته کې ورته ویل شوي چې د بلوچستان د خصوصي ښوونځیو د راجسټریشن او ودې قانون 2022 کې د رخصتیو د فیس اخیستلو په اړه هیڅ بندیز نشته، نو ځکه خصوصي ښوونځي د قانون مطابق د رخصتیو فیس اخیستلی شي، البته له والدینو سره دې د قسطونو په بڼه همکاري وشي.
د پوهنې سکرټر څرګنده کړه چې د پوهنې ریاست د خصوصي تعلیمي ادارو د مشروع اندیښنو درناوی کوي او ټولې پرېکړې به د قانون مطابق کیږي. هغه په صوبه کې په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې د معیاري زده کړو په وړاندې کولو کې د خصوصي ښوونځیو رول په سترو ټکو وستایه او ویې ویل چې په بلوچستان کې د سواد د کچې په لوړولو کې د خصوصي سکتور رول د ستاینې وړ دی.
په لیدنه کې په پلاوي کې صدر ملک رشید احمد خان کاکړ، جنرل سکرټر محمد نواز پندراني، ویاند حاجي سلیم ناصر، وائس چیرمین حافظ نعمت الله خان کاکړ، خزانه دار جمیل احمد مشواني، جوائنټ سکرټر عبدالظاهر خان کاکړ او د پوهنې سکرټر لیاقت علي هزاره شامل وو.
په پای کې پلاوي د پوهنې له سکرټر څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د پوهنې ریاست به د خصوصي تعلیمي ادارو د ستونزو د حل لپاره خپل مثبت رول ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې د خصوصي ښوونځیو لپاره د رخصتیو فیس د دوی قانوني، اخلاقي او ټولنیز حق دی، د دې ادارو د کارکوونکو معاشونه، د ودانیو کرایې او نور مصارف په دې ساړه موسم کې هم کیږي، د افسوس خبره دا ده چې یو څو کسان د شخصي بغض او عناد پر بنسټ د ډپټي کمشنر ویسټ بیان بیا بیا خپروي او د دې خصوصي تعلیمي ادارو د خدمتونو د ستایلو پر ځای یې په نښه د نیوکو ګرځوي چې د غندنې وړ ده.