کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د بلوچستان پوهنتون د سایکالوجي څانګې له لوري د ذهني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پرتمینه او د پوهاوي غونډه جوړه شوه.
د غونډې اصلي موخه په اوسني فشار لرونکي ژوند کې د ذهني روغتیا اهمیت روښانه کول او په دې اړه په زده کوونکو او ولس کې پوهاوی رامنځته کول وو.
په دې موقع د سایکالوجي څانګې د بېلابېلو سمسترونو زده کوونکو هلکانو او جینکو ډېر جوش او خروش وښود. زده کوونکو د رواني ناروغیو، د هغوی د درملنې، او د ذهني روغتیا اړوند پوهاوي پر بنسټ تخلیقي ماډلونه او معلوماتي سټالونه لګولي وو چې ګډونوالو یې ډېره ستاینه وکړه.
په غونډه کې د سټال ماډلونو سیالي هم ترسره شوه چې ججان یې ډاکټره صائمه عمبرین، ډاکټره مهرین صدیقي او شاهد علي وو. د ججانو د پرېکړې له مخې په سیالۍ کې لومړی مقام شپږم سمستر، دوهم مقام څلورم سمستر، او درېیم مقام دوهم سمستر زده کوونکو ترلاسه کړ.
د غونډې په ځانګړو مېلمنو کې پرو وائس چانسلر پروفیسور ډاکټر غلام رزاق شاهوانی، ډین فیکلټي پروفیسور ډاکټر ببرک نیاز، ډي جي سټوډنټس افیئرز ډاکټر
ناصر کیازئی، رجسټرار پروفیسور محمد شریف حسني او د سایکالوجي څانګې چئیرمین ډاکټر سید عزیز آغا په ګډون د پوهنځي غړو ګډون کړی وو.
ټولو مېلمنو د سټالونو څخه لیدنه وکړه، د زده کوونکو هڅې، تخلیقي وړتیاوې او څېړنیز کار یې وستایه او په پراخه کچه یې وهڅول.
په خپله وینا کې پرو وائس چانسلر پروفیسور ډاکټر غلام رزاق شاهوانی وویل چې د نن ورځې په چټک او فشار لرونکي ژوند کې ذهني روغتیا د جسمي روغتیا په څیر مهمه ده، او په دې اړه د سایکالوجي څانګې هڅې د ستاینې وړ دي.
د فیکلټي ډین پروفیسور ډاکټر ببرک نیاز د بریالۍ غونډې په جوړولو ټولو ګډونوالو او تنظیموونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې په ټولنه کې د ذهني روغتیا په اړه دا ډول د پوهاوي پروګرامونو ته سخته اړتیا ده.
د سایکالوجي څانګې چئیرمین ډاکټر سید عزیز آغا په خپله ښه راغلاست وینا کې د ټولو مېلمنو، استادانو او زده کوونکو مننه وکړه.
د غونډې په پای کې د ذهني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت کېک پرې کړل شو، مقام ګټونکو زده کوونکو ته ټرافي او سرټیفیکېټونه ورکړل شول، پداسې حال کې چې ځانګړو مېلمنو ته اعزازي ډالۍ ورکړل شوې.
