تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

له امریکا سره د اوربند لپاره باید په ټولو جبهو کې جګړه ودرېږي: عباس عراقچي

کوټه(ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له امریکا سره اوربند هغه مهال ممکن دی چې په ټولو جبهو کې جګړه په بشپړ ډول بنده شي. د هغه په وینا، دا موضوع له امریکا سره د پاکستان او قطر په منځګړیتوب په ټولو خبرو اترو کې مطرح شوې ده. عراقچي له امریکا او اسرائیلو سره د شخړې د بیا پیل احتمال هم د اندېښنې وړ بللی، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د نوي پوځي اقدام احتمال یاد کړی دی.