چمن (سید سردار محمد خوندۍ)
په چمن کې د لوبو د ودې، ځوانانو کې د مثبتو فعالیتونو د تمایل د پیاوړتیا او د پاک پوځ او ولس تر منځ د اړیکو د لا ټینګولو په موخه د کوژک میران ایف سي بلوچستان نارتھ باکسینګ چمپین شپ 2026 په رسمي توګه پیل شوه.
د چمپین شپ پرانیسته د پاک پوځ د 40 ایف ایف کرنل عثمان، قومي مشرانو او علماء کرامو په ګډه د پټۍ په پرې کولو سره وکړه.
د پرانیستې په مراسمو کې قومي مشر عبدالغفار خان صالحزی، مولانا مفتي محمد قاسم، د چمن د سوداګرۍ او صنعت خونې پخواني صدر حاجي عمران خان کاکړ، صدر حاجي محمد حنیف، سینئر نائب صدر عبدالمقصود کاکړ، د پاکستان مسلم لیګ (ق) صوبایي جنرل سیکرټري ډاکټر رفیع الله، سردار برات خان دراني، ټولنیز فعال محمد علي اڅکزی، ناصر خان، حاجي عبدالشکور خان نورزي په ګډون د بېلا بېلو فکرونو ډېرو کسانو ګډون وکړ.
درې ورځنۍ چمپین شپ د چمن د ګورنمنټ هایر سیکنډري سکول په کوچني میدان کې روانه ده، چې پکې د بېلا بېلو سیمو باکسرز برخه اخلي. په لومړۍ ورځ په بېلا بېلو کټګوریو کې 70 سیالۍ ترسره شوې چې باکسرز پکې په ډېر جوش او جذبه سره خپل مهارتونه وښودل.
د مراسمو ګډونوالو په چمن کې د باکسینګ چمپین شپ جوړېدل یو ښه ګام وباله او ویې ویل چې سپورتي فعالیتونه د ځوانانو د استعدادونو په رابرسیره کولو، په هغوی کې د نظم و ضبط، زغم او صحي سیالۍ د تمایل په پیدا کولو کې مهم رول لوبوي.
د دې شانداره چمپین شپ سرپرست اعلی اختر ګلفام د پرانیستې پر مهال وویل چې دا ډول سیالۍ ځایي استعدادونو ته دا فرصت ورکوي چې خپل وړتیاوې وښيي او ملي کچې ته مخکې لاړ شي. هغه هیله څرګنده کړه چې دا چمپین شپ به په ځوانانو کې د سولې، ورورولۍ او مثبتو فعالیتونو د ودې لامل شي.
