تازه خبرونه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶

په قلعه عبدالله کې د بنګو د کښت پر ضد عملیات چټک، د چمن سکاوټس بریګیډیر د ډي سي او ډي پي او سره د عملیاتي سیمې لیدنه وکړه

چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د چمن سکاوټس بریګیډ کمانډنټ بریګیډیر ضرار، د قلعه عبدالله ډپټي کمشنر منور حسین مګسي او ډسټرکټ پولیس آفیسر خلیل احمد بګټي سره په ګډه د قلعه عبدالله ولسوالۍ دوره وکړه.

د دورې په ترڅ کې هغوی په ولسوالۍ کې د بنګو د کښت پر ضد د روانو عملیاتو تفصیلي معاینه وکړه او په عملیاتو کې په مصروفو ځوانانو سره یې ولیدل او د پرمختګ جاج یې واخیست.

په دې موقع د قلعه عبدالله ډپټي کمشنر منور حسین مګسي بریګیډیر ضرار ته د بنګو د کښت پر ضد د روانو عملیاتو، تر دې دمه شویو عملیاتو او نورو مهمو ولسوالیزو چارو په اړه تفصیلي بریفینګ ورکړ. هغه د ولسوالۍ د امن او امان عمومي وضعیت او اداري اقداماتو په اړه هم خبر کړ.

چارواکو دا ژمنه وکړه چې په ولسوالۍ کې به د بنګو د کښت بشپړ خاتمه او د قانون حاکمیت به په هر صورت کې یقیني کړي.