تازه خبرونه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د بریګیډیر ضرار احمد د چمن د باکسنګ اتلولۍ په اختتامیه غونډه کې ګډون، د سپورټ وده یې د ځوانانو لپاره اړینه وبلله

چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د تفصیلاتو له مخې اتلولي د چمن د ګورنمنټ هایر سیکنډري سکول په لوبغالي کې ترسره شوه، چې پکې د بیلابیلو سیمو اړوندو باکسرز ګډون کړی وو. درې ورځې دوام لرونکو سیالیو په فاینل کې د مختلفو وزنونو باکسرز سره مخامخ شول او خپلې وړتیاوې او فني مهارتونه یې په ډاګه کړل.

د فاینل سیالیو په پای کې په بیلابیلو کټګوریو کې بریالي شویو ۱۷ باکسرز ته د سرو زرو مډالونه ورکړل شول. د سرو زرو مډال ګټونکو لوبغاړو او د هغوی د کوچانو خوشحالي د لیدو وړ وه، په داسې حال کې چې نندارچیانو د چکچکو او نارو په وهلو سره د لوبغاړو ښه هڅونه وکړه.

د اتلولۍ د اختتامیه غونډې ځانګړی میلمه د چمن سکاوټس قوماندان، بریګیډ کمانډنټ بریګیډیر ضرار احمد وو. په غونډه کې د چمن چیمبر آف کامرس پخواني صدر حاجي عمران خان کاکړ، قومي مشرانو، سپین ږیرو او د سپورټ اړوندو شخصیتونو هم ګډون کړی وو. بریګیډیر ضرار احمد د قومي مشرانو سره یو ځای بریالیو باکسرز ته مډالونه، ټرافۍ او جایزې وویشلې.

په دې موقع په خپله وینا کې بریګیډیر ضرار احمد وویل چې ځوان نسل مثبتو او صحي فعالیتونو ته د هڅولو لپاره د لوبو وده ډیره اړینه ده. هغه د با استعداده باکسرز د هڅونې او هغوی ته د مخکې تګ فرصتونو برابرولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

بریګیډیر ضرار احمد د اتلولۍ د بریالي او په زړه پورې ترسره کیدو په مناسبت د ټورنمنټ سرپرست اعلی اختر ګلفام ته مبارکي ورکړه او د هغه د هلو ځلو ستاینه یې وکړه.

ګډونوالو د اتلولۍ بریالی ترسره کیدل په صوبه کې د سپورټ د ودې، په ځوانانو کې د مثبتو رجحاناتو د هڅونې او د بلوچستان په ګډون د ټول هیواد د لوبغاړو ترمنځ د متقابلو اړیکو او ورورولۍ د ودې په لور یو مهم پرمختګ وباله.