تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

وزیراعظم: په خیبر پښتونخوا کې پر وخت پرېکړه نه وای شوې، زیان به زیات شوی و

کوټه(وېب نیوز)وزیراعظم شهباز شریف ویلي، د ترهګرۍ او خراب امنیتي وضعیت له امله په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت پلي کول اړین شوي وو. نوموړي د مسلم لیګ (ن) د خیبر پښتونخوا له پارلماني ډلې سره په خبرو کې پر صوبایي حکومت نیوکه وکړه چې له ګډې تګلارې سره یې همکاري ونه کړه او په تېرو کلونو کې یې د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارو د وړتیا لوړولو ته لازم پام ونه کړ. وزیراعظم ادعا وکړه چې خیبر پښتونخوا ته د این ایف سي له لارې شاوخوا ۸۰۰ میلیارده روپۍ اضافي ورکړل شوې دي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د ۸۰ زرو کسانو د ژوند او میلیاردونو ډالرو اقتصادي زیانونه ګاللي دي.