کوټه(وېب نیوز)د سومالیا د شمال ختیځ ساحل ته څېرمه وسله والو سمندري غلو د ایران د کب نیولو «ازني» کښتۍ تښتولې ده. د اروپايي ټولنې د سمندري امنیت مرکز او د پنټلنډ چارواکو ویلي، پېښه د اکتوبر پر ۲۹مه شوې، چې اته وسله والو کسانو کښتۍ نیولې ده. په کښتۍ کې د دوو سومالیایي ساتونکو په ګډون ۲۱ تنه سپاره وو. د رویټرز د راپور له مخې، د اپرېل له میاشتې راهیسې د سومالیا پر ساحل د سمندري غلا لږ تر لږه ۱۵ پېښې ثبت شوې دي.
