تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د روسیې تر ولکې لاندې اولېشکي ښار څخه د خلکو ایستل، اوسېدونکي د بوټو خوړلو ته اړ شوي وو

کوټه(وېب نیوز)د اوکراین د اولېشکي ښار هغه اوسېدونکي چې د روسیې تر ولکې لاندې سیمې څخه ایستل شوي، بېلاروس ته رسېدلي او تمه ده چې بېرته اوکراین ته ولېږدول شي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، ښار له خوراکي توکو، څښاک اوبو او برېښنا سره له سخت کمښت سره مخ و، ان ځینې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره د باغونو بوټي پخول او خوړل. د لنډمهالې اوربند پر مهال د ۲۵ بسونو په وسیله خلک وایستل شول، خو سلګونو کسانو په ښار کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه. له جګړې مخکې د اولېشکي ښار نفوس شاوخوا ۲۴ زره تنه و.