تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د ایران او امریکا د مقابلې نوې جګړه به سیمه لا زیاته ویجاړه کړي، د مصر د بهرنیو چارو وزیر

کوټه(وېب نیوز)د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې یا پوځي مقابلې نوی پړاو به ټوله سیمه له لا سختو زیانونو سره مخ کړي. نوموړي په بحرین کې د منامې ډیالوګ غونډې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پر زیاتېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه. بلخوا د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمینیا ویلي، که امریکا پر ایران نوی برید وکړي، د جګړې لمن به پراخه شي.