تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

عمر عبدالله له خبریالې نِدهي رازدان سره واده وکړ

کوټه(وېب نیوز)د هند تر ادارې لاندې کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله په نوي ډیلي کې له ټلوېزیوني خبریالې نِدهي رازدان سره واده کړی دی. د سرچینو په وینا، واده د جمعې په ورځ د ځانګړي واده قانون له مخې ترسره شو او د دواړو کورنیو غړو د شاهدانو په توګه ګډون درلود. د عمر عبدالله لومړی واده د روان کال په جولای کې د دواړو لورو د جوړجاړي له مخې پای ته رسېدلی و. د نِدهي رازدان هم دا دویم واده دی.