تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

هر ګواښ ته دې سمدستي او پیاوړی ځواب ورکړل شي، خامنه‌يي وسله والو ځواکونو ته لارښوونه وکړه

کوټه(وېب نیوز)د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه‌يي د وسله والو ځواکونو له لوړپوړو قوماندانانو سره په لیدنه کې ویلي، پوځ باید د هر ډول ګواښ پر وړاندې د سمدستي او اغېزمن ځواب لپاره بشپړ چمتووالی ولري. هغه د دفاعي وړتیا، استخباراتي نظام او نوې پوځي ټکنالوژۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د امریکا او اسرائیل د ګواښونو په پام کې نیولو سره باید دفاعي تګلاره په دوامداره توګه وارزول شي.