کوټه(وېب نیوز)اوګرا د نومبر میاشتې لپاره د مایع پټرولیم ګاز بیه ۲۹۴ روپۍ فی کیلو ټاکلې، خو د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې دغه ګاز له ۵۸۰ روپیو څخه په لوړه بیه پلورل کېږي. د پاکستان د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۱.۸ کیلوګرامه سلنډر منځنۍ بیه ۶۲۶۴ روپیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې په کوټه کې دغه سلنډر په ۶۷۰۰ روپیو پلورل کېږي. اوګرا وایي، د وارداتو په رسد کې ځنډ او له ایران څخه د اکمالاتو اغېزمنېدو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
