کوټه(وېب نیوز)د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمینیا خبرداری ورکړی چې که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، د جګړې لمن به پراخه شي. نوموړي پر ټولنیزو رسنیو ویلي، ایران خپلې پوځي تیارۍ په دوامداره توګه پیاوړې کوي او د امریکا هر نوی اقدام ښایي شخړه ټولې سیمې ته وغځوي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې قطري منځګړي په دوحه کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل هڅې کوي.
