تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

عراقچي د جرمني صدراعظم ته ځواب: اوس هېڅ سره کرښه نه ده پاتې

کوټه(وېب نیوز)د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جرمني د صدراعظم فریډریک مرز څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، اوس هېڅ سره کرښه نه ده پاتې. عراقچي تور پورې کړی چې تېر کال پر ایران د امریکا او اسرائیل د بمباریو هرکلی د جرمني صدراعظم کړی و. هغه خبرداری ورکړی چې د ایران خلکو ته د زیان رسولو هڅه کوونکي به دروند قیمت پرې کړي. بلخوا مرز ویلي، د شخړې پوځي حل نشته او د جګړې ژر پای ته رسېدل د اروپا په اقتصادي ګټه دي.