تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

یمن پر حوثیانو د ایران په مرسته د پرمختللو وسلو د ترلاسه کولو تور پورې کړ، د عدن هوايي ډګر د بریدونو د غندلو غوښتنه

کوټه(وېب نیوز)د یمن حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې د عدن پر نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو بریدونه وغندي او د ملکي تاسیساتو د ساتنې لپاره اغېزمن اقدامات وکړي. په ملګرو ملتونو کې د یمن دایمي استازي عبدالله السعدي ویلي، د اکتوبر پر ۲۸مه د بالستیک توغندیو برید په روانه میاشت کې پر هوايي ډګر شپږم برید و. د یمن حکومت تور پورې کړی چې حوثي جنګیالي د ایران په مرسته او د قاچاقي شبکو له لارې پرمختللې وسلې ترلاسه کوي، چې له امله یې په سره سمندر او مهمو سمندري لارو کې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.