تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

پوتین اروپا ته خبرداری: جګړه وشي، هېڅ لوری به ګټونکی نه وي

کوټه(وېب نیوز)د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو له اروپايي هېوادونو سره د اړیکو د بیا رغولو ملاتړ کوي، خو که جګړه پیل شي، هېڅ لوری به ګټونکی نه وي. نوموړي له افریقايي مشرانو سره تر سرمشریزې وروسته خبریالانو ته ویلي، روسیه جګړه نه غواړي، خو د هر ډول ننګونې ځواب ته چمتو ده. پوتین په بالتیک سمندر کې د سمندري تګ راتګ او اړیکو د لارو د بندېدو د احتمالي خطرونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.