تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د خان آف قلات ولیعهد پرنس آغا محمد خان احمدزی له درې ساتونکو سره شاهي ماڼۍ ته ورسېد

قلات(وېب نیوز)د خان آف قلات میر سلیمان داد جان احمدزي زوی او ولیعهد پرنس آغا محمد خان احمدزی له خپلو درې ساتونکو سره په خوندي توګه د قلات شاهي ماڼۍ ته رسېدلی دی. د شاهي ماڼۍ باوري سرچینو د هغه د راستنېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړی او درې واړه ساتونکي یې روغ رمټ دي. د سرچینو په وینا، څو ورځې وړاندې پرنس له خپلو ساتونکو سره له خضدار څخه قلات ته پر لاره و چې د راپورونو له مخې تښتول شوی و. د هغه له ورکېدو وروسته په شاهي کورنۍ او سیمه کې اندېښنې خپرې شوې وې. د هغه د خوندي راستنېدو خبر د کورنۍ خواخوږي او ښاریان ډاډمن کړي دي.