هانګ کانګ(وېب نیوز)د هانګ کانګ سکسز په سیالیو کې متحده عربي اماراتو هند ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او له سیالیو یې بهر کړ. د ګروپ سي په لوبه کې هند لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شپږو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۹۴ منډې جوړې کړې. متحده عربي اماراتو د ۹۵ منډو هدف له کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته په ۴.۲ اورونو کې پوره کړ. کپتان خالد شاه په ۱۴ توپونو نه ماتېدونکې ۵۲ منډې وکړې او انش ټنډن ۳۹ منډې جوړې کړې. له دې بریا سره متحده عربي اماراتو په ګروپ سي کې پرلهپسې دویمه لوبه وګټله، خو د هند د نیمه پایلوبې ته د رسېدو هیلې ختمې شوې.
