تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

پاکستان اسلامي نړۍ ته نوې لار وښوده، بهرني پوځي مرکزونه امنیت نه شي ساتلی، خواجه آصف

سیالکوټ(وېب نیوز)د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې پاکستان اسلامي نړۍ ته نوې لار ښودلې او بهرني پوځي مرکزونه د هېڅ هېواد د امنیت ضمانت نه شي کېدای. نوموړي د سنټرل پنجاب پوهنتون د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، د هېواد دفاع د خپلو وړتیاوو او سرچینو پر بنسټ ممکنه ده. د هغه په وینا، پاکستان د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو او په سیمه کې د سولې لپاره رول لوبولی دی. خواجه آصف ځوانانو ته وویل چې د تعلیم او مهارتونو له لارې دې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. نوموړي د خپل سیاسي ژوند او بند تجربو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د احتساب ادارو په کړنلارو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.