کوټه(وېب نیوز)د کوټې په ارباب ټاون کې درې ښځې د بلوچستان اسمبلۍ د پخواني مرستیال منشي محمد هاشم کور ته ننوتې، د کورنۍ غړي یې یرغمل کړي او نغدې پیسې او ګاڼې یې ترې وړې دي. د پولیسو او ځايي خلکو د چټک اقدام په پایله کې دوه ښځې نیول شوې، خو درېیمه ښځه تښتېدلې ده. پولیسو د تښتېدلې ښځې د نیولو لپاره چاپې پیل کړې دي.
