کابل(وېب نیوز)د افغانستان په ختیځ ولایت پکتیا کې د جګړو له وختونو پاتې شوی چاودېدونکی توکی وچاودېد، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د پکتیا د پولیسو ویاند منیب ځدراڼ ویلي، پېښه د ډنډ پټان ولسوالۍ د شاپولي په سیمه کې هغه مهال شوې چې ماشومانو یو چاودېدونکی توکی موندلی و او ورسره یې لوبې کولې. د لوبو پر مهال توکی وچاودېد او یو ماشوم یې په ځای ووژلو، څلور نور یې ټپیان کړل.
