تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

صوبايي محتسب به د ولسي شکایتونو د حل اغېزمنه اداره وګرځول شي، د بلوچستان ګورنر

کوټه(وېب نیوز)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل ویلي، هغه ښاریانو ته پر وخت او اسانه انصاف برابرول د حکومت مسؤولیت دی چې د وکیلانو درنې فیسونه او د اوږدو عدالتي کړنلارو لګښتونه نه شي ورکولای. نوموړي په ګورنر هاوس کې د دولتي ادارو پر ضد د ولسي شکایتونو د اوونیزې اورېدنې پر مهال وویل، د صوبايي محتسب اداره به نوره هم فعاله او د ولس د ستونزو د حل لپاره د باور وړ مرکز وګرځول شي. هغه اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د شکایتونو د ثبت، بې‌طرفه څېړنې او پر وخت پرېکړو بهیر لا اغېزمن کړي. د ګورنر په وینا، د ګورنر هاوس د شکایتونو څانګه د نیمه قضايي فورم په توګه کار کوي او د اړوندو قوانینو او اصولو له مخې د ښاریانو شکایتونه ارزوي.