تازه خبرونه ۲۳ مئی ۲۰۲۶

رونالډو د کريم بينزيما د طوافِ کعبې ويډيو بيا شريکه کړه، د مينه والو پام يې خپل کړ

کوټه (سپورټس ډيسک) کرسټیانو رونالډو د نامتو فوټبالر کریم بینزیما هغه ويډيو بيا شريکه کړې ده چي پکې نوموړی د خانۀ کعبې طواف کوي، او له دې وروسته د مينه والو پام ورته نور هم اوښتی دی. د کريم بينزيما د طوافِ کعبې ويډيو لا دمخه په ټولنيزو رسنيو کښې د خلکو د پاملرنې وړ ګرځېدلې وه، خو د رونالډو له لوري د هغې بيا شريکېدو وروسته يې شهرت نور هم زيات سوی دی. د يادونې وړ ده چي د سعودي فوټبال ليګ سره تر يو ځای کېدو وروسته کرسټیانو رونالډو څو ځله په دوديز سعودي لباس کښې هم ليدل سوی دی۔