کوټه(نوی ژوند ویب ) د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنی غونډه د هرمز تنګي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه له مهمو مشورو وروسته پای ته رسېدلې ده. په غونډه کې د انقرې تر سرمشریزې مخکې د پوځي اتحاد اساسي امنیتي اهداف هم وروستي کړل شول او غړو هېوادونو د دفاعي صنعتي وړتیا د زیاتولو او ګډ دفاعي همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. د سرچینو په وینا د ایران په اړه د پالیسۍ پر سر د واشنګټن او ځینو اروپایي متحدینو ترمنځ اختلافات هم څرګند شوي، په ځانګړي ډول د ایران، جګړې او د سیمې د وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه لیدل شوي. د ناټو عمومي منشي ویلي چې ایران هڅه کوي د هرمز تنګی بند کړي او نړیوال اقتصاد ته زیان ورسوي، او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه نه شي ورکول کېدای
