اسلام آباد ( نوی ژوند پشتو)نوید قمر په مشرۍ د قامي اسمبلۍ د خزانې کمېټې په غونډه کې ورکړل شوي راپور کې ويل شوي چې د پاکستان د سوداګرۍ کسر په ۹ مياشتو کې ۳۲ اربه ۱۹ کروړه ډالرو ته رسېدلی دی. په راپور کې دا هم ويل شوي چې د ګاز او برېښنا څانګې گردشي قرض تر فبرورۍ ۲۰۲۶ پورې ۵.۱ ټريليون روپیو ته رسېدلی، او د سود کچه له ۱۰.۵ سلنې څخه ۱۱.۵ سلنې ته لوړه شوې ده. راپور له مخې په هېواد کې د ځوانانو بې روزګاري ۱۲.۵ سلنه او د ښځو بې روزګاري له ۱۳ سلنې زياته شوې ده، په داسې حال کې چې د بې وزلۍ کچه له ۲۲ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړه شوې ده. غونډه کې دا هم وويل شول چې ناقانونه تجارت، اسمګلينګ او جعلي توکي د هېواد د اقتصاد لپاره لوی خطر ګرځېدلي او د ټکس نظام او کورني صنعتونه زيانمنوي، او د خوراکي توکو د ګرانۍ او د طبيعي آفتونو له امله د خوراکي امنيت ستونزې هم زياتې شوې دي۔
