کراچۍ (نوی ژوند) د ایران او امریکا د مذاکراتو له امله په نړیواله او محلي مارکیټ کې د سرو زرو او سپینو زرو په بیو کې لوی زیاتوالی ثبت شوی دی. د ټول پاکستان صرافه ټولنې له مخې د ۲۴ قیراط فی توله سره زر ۴ زره ۶۰۰ روپۍ ګران شوی او ۴ لکه ۷۷ زره ۷۶۲ روپیو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې د ۱۰ ګرامو سره زرو بیه هم ۳ زره ۹۴۳ روپۍ لوړه شوې او ۴ لکه ۹ زره ۶۰۳ روپیو ته رسېدلې ده. همدارنګه د فی توله سپینو زرو بیه ۲۳۶ روپۍ لوړه شوې او ۸ زره ۲۷۰ روپیو ته رسېدلې ده. په نړیوال مارکیټ کې هم د یو اونس سرو زرو بیه ۴۶ ډالر لوړه شوې او ۴ زره ۵۵۴ ډالرو ته رسېدلې ده.
