(نوی ژوند ویب )ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د غچاخیستونکو بریدونو له امله د امریکا پر پوځي اهدافو اوښتې مالي زیانونه له پنځو میلیاردو ډالرو زیات اټکل شوي، خو د امریکا حکومتي بنسټونو ته نږدې سرچینې وایي چې اصلي زیانونه له دې شمېرې څو برابره لوړ دي او بشپړ معلومات تر اوسه له عامه افکارو پټ ساتل شوي دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ایران د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا پر ۱۱ پوځي اډو تر ۱۰۰ زیات هدفونه په نښه کړي دي، چې له امله یې پراخ مالي او پوځي زیانونه اوښتي دي. «اېنبيسي نیوز» ته نږدې سرچینو ویلي چې د دغو بریدونو تفصیلي ارزونه لا هم نه ده خپره شوې او ښايي رسمي شمېرې د حقیقي زیانونو بشپړ انځور وړاندې نه کړي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي، چې دا پېښه د سیمې د امنیتي وضعیت د لا کړکېچن کېدو سبب ګرځېدلې ده.
