دنیا ۶ مئی ۲۰۲۶

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ؛ د وړاندیزونو نه منلو په صورت کې به سختې بمبارۍ سره مخ شي

(نوی ژوند ویب )د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که تهران د امریکا وړاندیزونه ونه مني نو له پخوا نه به د لا شدیدو بمباریو سره مخ شي، هغه ویلي که ایران له دغو وړاندیزونو سره موافقه وکړي نو د سیمې وضعیت به ښه شي او د مؤثرې ناکه‌بندۍ له لارې به د هرمز تنګی د ټولو لپاره پرانېستل شي، ټرمپ زیاته کړه که ایران رضامند شي نو «آپریشن ایپک فیوري» به پای ته ورسول شي، بل لور ته ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران د هرمز تنګي اړوند نوی میکانیزم په رسمي ډول پیل کړی چې له مخې به یې ټول سمندري بېړۍ د تېرېدو لپاره اجازه اخلي او د ټاکل شویو لارښوونو پابندي به کوي، په همدې حال کې ټرمپ په یوه بل بیان کې ویلي چې د بال روم پروژه به له ۴۰۰ میلیونه ډالرو کمه لګښت ولري او د دې اندازه به د پخواني پلان په پرتله دوه چنده زیاته وي او دا پروژه به له تېر پلان څخه غوره وي۔